پي ټي آئي غوښتنه کړې چې د بيټ علامت بحالۍ لپاره دې په سپريم کورټ کې دائر شوې درخواست نن اورېدنه وشي

0
91

باغی ټي وي رپورټ
پي ټي آئي غوښتنه کړې چې د بيټ علامت بحالۍ لپاره دې په سپريم کورټ کې دائر شوې درخواست نن اورېدنه وشي.

د تحريک انصاف چيئرمېن بيرسټر ګوهر د پارټۍ سينئر مشر حامد خان سره د سپريم کورټ رجسټرار سره ملاقات کړې دې چې پکښې هغه غوښتنه کړې چې د بيټ مارک درخواست نن اوريدنه شي۔

دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي مشرانو اؤ وکيلانو دريځ خپل کړى چې دا يوه مهمه مقدمه ده اؤ په فوري توگه يې اوريدلى شي.
ياده دي وي چي پيښور هائي کورټ د پي ټي آئي د انتخابي نشان او انټرا پارټي الیکشن په اړه د اليکشن کميشن فيصله د دسمبر په 22مه نيټه بحال کړې وه چي پکښي پي ټي آئي يو ځل بيا خپل انتخابي نشان ختم کړے دے۔

تحریک انصاف د پېښور هائي کورټ د فیصلې خلاف سپریم کورټ ته رجوع کړې ده.

Leave a reply