د پاکستان د بشري حقونو شورا (HRCP) په هېواد کې د انټرنېټ او سوشل ميډيا د خدماتو د بندېدو سخته غندنه کړې او دا يې د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي بللې د
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بشري حقونو شورا (HRCP) په هېواد کې د انټرنېټ او سوشل ميډيا د خدماتو د بندېدو سخته غندنه کړې او دا يې د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي بللې ده.
HRCP په یوه بیان کې ویلي چې د انټرنیټ بندول د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او ټول سیاسي ګوندونه باید د بیان ازادۍ اساسي حق ولري.
د بیان له مخې دا د پاکستان د حکومت مسوولیت دی چې د اساسي حقونو ساتنه وکړي.
ياده دي وي چي تيره ورځ د ملک مختلفو سيمو کښي د سوشل ميډيا خدمات د خرابيدو له وجي د سوشل ميډيا فورم استعمالونکي له مشکلاتو سره مخ وو۔
د هېواد په بېلابېلو برخو کې د انټرنېټي خدمتونو د اغېزمنېدو لاملونه تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.