د بنګله دېش په عمومي انتخاباتو کې د شیخ حسینه واجد ګوند یو ځل بیا ګټلو سره د حکومت جوړولو درشل ته رسیدلې دې

باغی ټي وي رپورټ
د بنګله دېش په عمومي انتخاباتو کې د شیخ حسینه واجد ګوند یو ځل بیا ګټلو سره د حکومت جوړولو درشل ته رسیدلې دې.
دبهرنيو ميډيا له مخې اپوزيشن ګوندونو دبنګله ديش په عامو ټولټاکنو بايکاټ کړى چې وروستو دشيخ حسينه واجد ګوند عوامي ليګ ستره بريا ترلاسه کړې ده.
په ټاکنو کې د عوامي ليګ تر بريا وروسته د شيخ حسينه واجد د پنځم ځل لپاره د بنګله دېش د لومړۍ وزيرې کېدو چانسونه نور هم ډېر شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې د شیخ حسینه واجد ګوند عوامي لیګ په ټاکنو کې ۲۲۲ څوکۍ وګټلې، په داسې حال کې چې خپلواکو نوماندانو تر بل هر سیاسي ګوند زیاتې وګټلې او ۶۳ څوکۍ یې وګټلې.
د بنګله دېش د ټاکنو کمېسیون په وینا، دا مهال د دغه هېواد اوسني اپوزېسیون ګوند، جماعته ګوند د ولسي جرګې له ۳۰۰ څوکیو یوازې ۱۱ څوکۍ ګټلې دي.
د ميډيا رپورټونو ترمخه د آزادو اميدوارانو په توګه کامياب شوي يو شمير داسې کانديدان هم شته چې د عوامي ليګ لخوا د ټکټ لپاره نه دي منتخب شوي ولي ورته هدايت شوي چې د ډمي اميدوار په توګه دې انتخاباتو کښې ودريږي۔
باید وویل شي چې ۷۶ کلنه شیخ حسینه واجد له ۲۰۰۹ کال راهیسې د بنګله دېش لومړۍ وزیره ده، په داسې حال کې چې د ټاکنو بایکاټ کوونکي ګوندونه یې د ترهګرو ګوندونو په توګه اعلان کړي دي.






