مولانا فضل الرحمان د افغان حکومت په بلنه کابل ته رسېدلی او هلته یې د افغان حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي

باغی ټي وي ربورټ
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان د سیاسي چارو لپاره د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

مولانا فضل الرحمن له یوه پلاوي سره د افغان حکومت په بلنه کابل ته رسېدلی او هلته یې د افغان حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

د جمعیت علمای اسلام مشر د افغانستان د وزیراعظم له مرستیال مولانا عبدالکبیر سره وکتل چې پکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر متقي، مولوي عبدالطیف منصور او نور کسان هم موجود وو.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د پاکستان د ماموریت مشر عبیدالرحمن نظاماني هم ګډون کړی و.

د جمعیت علمای اسلام ف د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر کابل ته د مولانا فضل الرحمن او ورسره پلاوي د راتګ هرکلی کړی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر دغه پلاوي ته د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر بیا رغولو او د ستونزو پر هواري ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې مولانا فضل الرحمن په خپلو خبرو کې وويل چې ستونزې بايد د خبرو له لارې هوارې شي، دواړه هېوادونه بايد په بېلابېلو برخو کې پر متقابلو همکاريو خبرې وکړي، هغه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته لېږلو د پرېکړې ملاتړ ونه کړ.

هغه وويل، د پاکستان او افغانستان ګټې مشترکې دي، زموږ موخه دا ده چې له شته اړيکو څخه د دواړو هېوادونو په ګډو ګټو کې کار واخلو.

د افغانستان د صدراعظم مرستیال مولانا عبدالکبیر ویلي، هیله من دی چې کابل ته د ده سفر به د دوه اړخیزو اړیکو په ټینګولو او د ناسم پوهاوي په لرې کولو کې مرسته وکړي.

نوموړي وویل، دوی په سیمه کې سوله او ثبات غواړي، هیچاته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي، اسلامي امارت له پاکستان سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.

مولوي عبدالکبير وويل، د رسنيو د ادعاوو او تبليغاتو پر ځاى غوره ده، چې پر حقايقو خبرې وشي، افغان کډوالو ته بايد لازمې اسانتياوې برابرې شي.

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版