پخواني سینیټر تاج محمد افریدی د پي ټي آیی یوه مهمه ویکټ اوغورځوله

نصیب شاه شینواري
د ضلع خیبر په تحصیل لنډی کوتل کښې د عام ټاکنو لپاره مهم پیل شوې دې او سیاسي او غیر سیاسي امیدواران میدان ته راوتلي دي.
د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل پی کې ۶۹ او این اې ۲۷ کښې د الحاج کاروان مشر،پخوانۍ سینیټر تاج محمد افریدی ،پخواني پارلیماني مشر او ایم این اې شاه جي ګل افریدی او پخواني ایم پي اې شفیق شیر افریدی په یوه لویه دستوره کښې ګډون وکړو چرته چې د پاکستان تحریک انصاف پلویانو په پاکستان مسلم لیګ ن کښې د شاملیدو اعلان وکړو.
شاه حسین افریدي او پیارې چې د پي ټي آی مهم غړي وو د الحاج کاروان سره د شاملیدلو اعلان وکړو، دوی اویل چې د پي ټي آی مشرانو دوی سره خیانت کړې دي او ځکه ی دا ګوند د پریښودلو پریکړه وکړه.
په دې موقع د الحاج کاروان مشرانو په وینا کښې اوویل چې ددوی سیاست د اولس خدمت لپاره دې او نن دا خبره ثابته شوه چې اولس دوی ملاتړ کوي او ددوی په کاروان کښې ګډون کوي.

پخواني سینیټر تاج محمد افریدی اوویل او اعلان ی وکړو چې په راروانه اونۍ کښې به رسمي کمپاین پیل کړي ، هغه زیاته کړه چې په لنډي کوتل کښې مهم مهم مشران دوی سره د شاملیدلو اعلان کړي دې او د کمپاین ترآخره به دا لړۍ دوام وکړي.
…………….

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载