ملک کې د ټولټاکنو دپاره ماحول جوړ شوی دی ، نن هم د ملک د سياسي بحران نه د وتلو يواځينۍ لار عام انتخابات دي: پي پي

0
165

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ د اطلاعاتو سيکرټري فيصل کريم کنډي د مولانا فضل الرحمان د بيان په غبرګون کې وئيلي دي چې په ملک کې د ټولټاکنو دپاره ماحول جوړ شوی دی ، نن هم د ملک د سياسي بحران نه د وتلو يواځينۍ لار عام انتخابات دي .

ده په خپل يو بيان كښې ووئيل چې ملت زړور قيادت ته اړتيا لري، شهيد بېنظير بهټو د ماينونو په چلولو سره كمپاين وكړو۔

فیصل کریم کنډي وویل چې پیپلز ګوند د ۲۰۰۸، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو په انتخاباتو کې له ترهګرو سره جګړه کړې وه، مخالفین پوهېږي چې بلاول د انتخاباتو له ګټلو وروسته لومړی وزیر کېږي.
ياده دې وي چې د جمعيت علمائے اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان د جيو نيوز د جرګې په پروګرام کې د خبرو پر مهال ويلي و، چې که د چاپېريال د ښه والي لپاره ټاکنې وځنډول شي، اسمان به نه غورځېږي.

مولانا فضل الرحمان ویلي د سېنېټ د انتخاباتو د ځنډولو قرارداد زموږ د موقف ملاتړ دی، د انتخاباتو لپاره فضا نشته، موږ غونډو ته نه شو تللای، زموږ په غونډو کې د ګډون لپاره خلکو ته ګواښونه کېږي.

ده ووئيل د حالاتو جديت دې محسوس شي، داسې ماحول دې جوړ كړو چې ووټرانو ته لاړ شو، بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د انتخاباتو لپاره ماحول نشته خو كه په هر صورت انتخابات مسلط شول مونږ به ګډون كوو او د ټاکنو څخه موږ نه تښتو.

Leave a reply