اسراييلي پوځ په غزه کې د حماس د ډلې دوهم قوماندان اسماعيل سراج او احد وهبي په يوه هوايي بريد کې شهيدان کړل
باغی ټي وي ربورټ
اسراييلي پوځ په غزه کې د حماس د ډلې دوهم قوماندان اسماعيل سراج او احد وهبي په يوه هوايي بريد کې شهيدان کړل، صهيونيستي پوځ وايي چې دواړه قوماندانان د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائيلو په بريد کې لاس درلود.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د غزې په شمال کې د حماس د قوماندې جوړښت له ویجاړولو وروسته د حماس د اته زره جنګیالیو د وژلو ادعا کړې ده.
اسرائیلي پوځیانو هم په خان یونس کې خپل بریدونه زیات کړي او د فلسطیني سرې میاشتې روغتون ته څېرمه یې سختې ډزې کړي، یو فلسطینی چې روغتون ته څېرمه ولاړ و، په ډزو وژل شوی او د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی.
د بله پلوه د اسراییلو پوځ په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د بې ګناه فلسطینیانو په خلاف خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
د بله پلوه د صهیونیسټي یرغل په وړاندې د حماس د مقاومت د غچ اخیستنې عملیات هم دوام لري.د غزې په تړانګه کې د حماس د عملیاتو په ترڅ کې د صهیونیسټي پوځیانو ډګروال روی یوچای یوسف د فلسطیني پوځ د مقاومت په پایله کې ووژل شو. د اسرائیلو پوځ د دغه پوځي افسر وژل کېدل تایید کړي دي.
په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د حماس د مقاومت له خوا د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر ۵۱۰ ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې د لبنان پر پوله د اسرائیلي پوځ او حزب الله تر منځ نښتې هم زیاتې شوي دي.