زموږ امنيتي ځواکونه با استعداده دي، هېواد کښې له خطرونو پرته ټاکنې کیدلې شي: وزیراطلاعات

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير مرتضي سولنګي وايي، زموږ امنيتي ځواکونه با استعداده دي، هېواد کښې له خطرونو پرته ټاکنې کیدلې شي.

د اطلاعاتو وفاقی وزیر مرتضی سولنګی د جیو نیوز پروګرام ”نیا پاکستان“ کښې د خبرو په وخت وویل چې د انتخاباتو د ځنډولو په اړه د سېنېټ په قرارداد باندې به تبصره نه کوی، نگران حکومت به په هیڅ داسې فعالیت کښې برخه وانخلی چې د انتخاباتو کمېشن ته لار هواره کړی. په کار کې مداخله.

ديوې پوښتنې په ځواب کې داطلاعاتو وفاقي وزير وويل دحکومت دنده دججانو په تبصرو تبصره کول نۀ بلکې دعدالتي پريکړو عمل کول دي.
هغه زياته کړه، دا د ټاکنو کمېسيون دنده ده چې د ټاکنو نېټه ورکړي او يا هم د ټاکنو نېټه بدله کړي.

ياده دي وي چي ټول ملک کښي به د فرورۍ په اتمه نيټه انتخابات کيږي، عام انتخاباتو لپاره د اميدوارانو لخوا د نامزدګۍ کاغذونه جمع شوي دي، د مختلفو سياسي پارټو لخوا خپلو اميدوارانو ته د پارټي ټکټونو ورکولو عمل هم روان دے

دوه ورځې وړاندې د سېنېټ لخوا د ټاكنو ځنډولو په اړه قرارداد منظور كړے شو چې په ځواب كښې يې پرون د جماعت اسلامي سناتور مشتاق احمد يو بل قرارداد سېنېټ سېكرټرېټ ته وړاندې كړو چې د مشرانو جرګې لخوا منظور كړې شوې قرارداد لغوه كړي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载