د کراچۍ، لاهور، اسلام اباد او پېښور په ګډون د کوټې وادي، زيارت او قلات په غرونو کې د واورې ورېدو له امله موسم يخ شوى

0
108

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ، لاهور، اسلام اباد او پېښور په ګډون د کوټې وادي، زيارت او قلات په غرونو کې د واورې ورېدو له امله موسم يخ شوى، خو د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې بيا د باران او واورې وريدو وړاندوينه شوې ده.

د موسمياتو محکمي وينا ده چي د اتوار نه به د بلوچستان مختلفو سيمو کښي د باران او واوري وريدو نوے سلسله شروع شي۔

د موسمياتو محکمي وائي چي د باران او واوري د نوي سلسله له وجي د نوشکي، چاغي، تربت، ګوادر او کيچ په شمول په پنجګور کښي د باران امکان دے او په کوئټه، قلات، چمن، زيارت، قلعه عبدالله کښي د باران امکان دے , توبه اڅکزۍ او کان مهترزی .په غرونو د واورې وریدو هم امکان دی.
د موسمياتو محکمي ترمخه په قلات کښې د حرارت درجه منفي دوه درجې او کوئټه کښې منفي يو درجې ته رسيدلې ده او د لاهور پشمول پنجاب کښې د سختې يخنۍ سره د کورې راج دوام لري۔

د موسمياتو محکمي وينا ده چي د اتوار نه په کراچي کښي د يخنۍ د شدت کښي د زياتوالي امکان دے، د تودوخي درجه به د 12 نه تر 14 درجو پوري وي۔

د موسمیاتو محکمی وړاندوینه کړې ده چې د جنورۍ په میاشت کې به شپه نوره هم سړه وي، سړې هوا به د یخنۍ شدت زیات کړي.

په پيښور کې د کورې څپې د دوام امکان دی، په داسې حال کې چې د سړې او وچې هوا له کبله د انفلونزا وایرس هم فعال دی، د یخنۍ له امله د کراچۍ او پېښور په روغتونونو کې د ناروغانو رش زیات شوی دی.

Leave a reply