د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن بيرسټر ګوهر خان وئيلي دي چې پي ټي آئي له هيچا سره دښمني نه لري

0
160

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن بيرسټر ګوهر خان وئيلي دي چې پي ټي آئي له هيچا سره دښمني نه لري، ټولو ادارو ته احترام لري، پي ټي آئي د عدليې خلاف هيڅ بيان نه دے کړے

د پي ټي آئي چيئرمېن څرګنده كړه چې د پي ټي آئي د باني په اړه كوم بيان به د پارټۍ چيئرمېن جاري كوي، پي ټي آئي د عدليې په ضد كوم بيان نه دې وركړې۔

ده وئيلي دي چې د سپريم کورټ فيصله به د بل په حقله منظوريږي، سپريم کورټ وئيلي دي چې د فرورۍ په اتمه د ټولټاکنو کول د تيږې پر کرښه ده، د څوارلس سينيټرانو په موجودګۍ کښې د انتخاباتو د ځنډولو قرارداد هيڅ نه دے شوے.
د پي ټي ائي د باني په بهرنۍ جریده کې د خپرې شوې مقالې په اړه نوموړي وویل چې د مضمون خپرول کومه لویه خبره نه ده، هر څوک یې لوستلی شي، دوی ته د ساده کاغذ د وړلو اجازه هم نه وه.

بل اړخ ته د تحريک انصاف مشر رؤف حسن وئيلي دي چي د بيرسټر ګوهر علي خان پريس کانفرنس يوه ورځ ځنډولي شوي وو، بيرسټر ګوهر په جيل کښي د پي ټي آئي باني سره وليدل او تفصيلات ئي ترلاسه کړل۔
ده ووئيل چې اوس به د پي ټي آئي د باني پیغام پارټۍ کارکنانو ته صرف د بيرسټر ګوهر په ذريعه رسولے شي، د بيرسټر ګوهر نه علاوه بل چا ته د بني پي ټي آئي لخوا د وينا كولو اختيار نشته۔

د هغو کسانو سره به سخت انضباطي چلند وشي چې د ګوند له لارښوونو سرغړونه کوي.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان تحريک انصاف مشر شېر افضل مروت د يوې خبري غونډې پر مهال د پاکستان د چيف جسټس قاضي فائز عيسيٰ نه د بې اعتمادۍ اعلان کړی وو او ويلي يې وو که چيف جسټس چيف جسټس واي نو تحريک انصاف به انصاف نه وي هيڅ اميد نشته۔

Leave a reply