د سندهـ، پنجاب او خېبرپښتونخوا پشمول د ملک ميداني سيمو کښې اوس هم سخت لوګې دې

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ، پنجاب او خېبرپښتونخوا پشمول د ملک ميداني سيمو کښې اوس هم سخت دوند(لوګې،دوړه) ده، د سخت دند له وجې عام ژوند متاثره شوی دی، په داسې حال کې چې د ګڼې ګوڼې له کبله موټروې په ګڼو ځایونو کښې د تګ راتګ لپاره بندې شوې دي.
د موټروېز پوليس وياند ترمخه د سخت دند له وجې د پيښور ټل پلازه نه برهان انټرچينج پورې د موټروې ايم 1، لاهور نه شيخوپورې ته د موټروې ايم 2، د اسلام آباد ټويل پلازه نه بلکسر او هاران منار نه تر ٹھوکر نياز بيګ پورې د ټريفک لپاره بندې شوې دي۔ .
د لاهور نه تر سرندي او د فیض پور نه تر درخانې پورې موټروې M3 او د شیرشاه نه تر عبدالحکیم او لاهور سیالکوټ موټروېز M4 هم تړل شوي دي.
د ترجمان وینا ده چې د فیصل آباد نه تر پنډۍ بهټیان پورې موټروې ایم 4 بند کړی شوې دې او د ملتان نه ظاهر پیر او رحیم یار خان نه تر روهڑی پورې د موټروې ایم 5 باندې د ټرافیکو روانی هم بنده شوې ده.
د موټروېز پوليسو د وياند له مخې، د موټروې M14 له هكلا څخه تر ډېره اسماعيل خان پورې د ټرافيكو لپاره بنده شوې ده.
د موسمياتو محکمي ترمخه د تيرو 24 ساعتو په مهال د ملک تر ټولو کمه تودوخه په سکردو کښي منفي 10 درجو ته رسيدلي ده۔
په ګلګت، استور، سرینګر کې منفی 5، هنزه، راولکوټ کې منفی 3، اسلام اباد او کویټه کې د تودوخې درجه یو درجې سنټي ګریډ ثبت شوې ده.






