د ټاکنو کمېشن د ټول هېواد په ټولو حوزو کې د رايې ورکولو د مرکزونو لومړني نوملړ خپور کړ

0
127

باغي ټي وي رپورټ
د ټاکنو کمېشن د ټول هېواد په ټولو حوزو کې د رايې ورکولو د مرکزونو لومړني نوملړ خپور کړ.

د اليکشن کميشن د وياند له مخې د انتخابي حلقو له مخې د لومړنيو پولنګ سټېشنونو نوملړ خپور شوے دے، د حلقې ووټران او اميدواران د جنورۍ تر 11مې نېټې پورې په ابتدايي فهرست باندې اعتراضونه او تجويزونه وړاندې کولې شي۔

د وياند له مخې ډي آر اوز به د جنورۍ له 12مې تر 17مې نېټې په دې اعتراضونو او تجويزونو فيصله كوي۔
د اليکشن کميشن وياند ويلي دي چې په ابتدايي فهرستونو باندې د اعتراضونو په اړه د فيصلې نه پس به د عامو انتخاباتو نه پنځلس ورځې وړاندې د پولنګ سټېشنونو نهايي فهرست جاري شي۔

ياده دي وي چي ټول ملک کښي به د فرورۍ په اتمه نيټه انتخابات کيږي، عام انتخاباتو لپاره د اميدوارانو لخوا د نامزدګۍ کاغذونه جمع شوي دي، د مختلفو سياسي پارټو لخوا خپلو اميدوارانو ته د پارټي ټکټونو ورکولو عمل هم روان دے.

Leave a reply