اپیلټ ټربیونل د تحریک انصاف د وائس چیرمین او پخواني خارجه وزیر شاه محمود د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړي دي

0
196

باغی ټي وي ربورټ
اپیلټ ټربیونل د تحریک انصاف د وائس چیرمین او پخواني خارجه وزیر شاه محمود د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړي دي.

د ملتان اپیلیټ ټریبیونل جج جسټس سردار محمد سرفراز ډوګر د آر او لخوا د پي ټي آئي د وائس چیئرمېن شاه محمود قریشي د نامزدګۍ کاغذونو ردولو په ضد دائر شوې اپیل مسترد کړې شوې دې.

د شاه محمود قريشي لخوا اين اے 150، 151 او پي پي 218، پي پي 219 کې د نامزدګۍ کاغذونو مستردولو اپيلونه ټريبيونل مسترد کړې دې۔
خو محکمې د شاه محمود د لور مهرابانو او زوی زین قریشي غوښتنې ومنلې.

د نهې په ورځ په پېښور کې د پي ټي ائي مشر او د پخواني سپيکر قومي اسمبلۍ اسد قيصر د اپيل اورېدنه وشوه چې پکې اليکشن ټريبيونل د اسد قيصر اپيل منظور کړو او د هغه کاغذونه يې درست اعلان کړل.

Leave a reply