د امریکا سترې محکمې پریکړه کړې چې د کولوراډو محکمې لخوا د ډونالډ ټرمپ د نا اهلۍ پر ضد د اپیل غوښتنه واوروي

باغی ټي وي ربورټ
د امریکا سترې محکمې پریکړه کړې چې د کولوراډو محکمې لخوا د ډونالډ ټرمپ د نا اهلۍ پر ضد د اپیل غوښتنه واوروي.
د امریکا فدرالي سترې محکمې ویلي دي چې د فبرورۍ په اتمه به په دې اړه زباني دلیلونه واوري.
د کولوراډو یوې محکمې د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره له کاندیداتورۍ بې برخې کړی او ویلي یې دي چې ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په شپږمه د کیپیټل هیل په برید کې لاس درلود او د همدې رول پر بنسټ دوی په خیانت تورن دي.
ټرمپ ډیموکراسي ته ګواښ: ولسمشر بایډن
له بلې خوا، ولسمشر بایډن د جنوري په شپږمه په کیپیټل هیل باندې برید ته په اشارې سره، ټرمپ د ډیموکراسۍ لپاره یو ګواښ وباله.
جو بایډن وویل چې ټرمپ د ځان واک ته د رسیدو لپاره د امریکایی ډیموکراسۍ قرباني کولو ته تیار دی.
د يادونې وړ ده چې د امريکا د پخواني ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ په وروستيو ورځو کې د هغه پلويانو د امريکا د پارلمان پر ودانۍ بريد وکړ چې د ده ملاتړ يې کاوه، په داسې حال کې چې له دې پېښې وروسته ټرمپ د استيضاح له تحريک سره مخ شو چې بريالی نه شو.
د ټرمپ د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه هم د کیپیټل هیل برید د ملاتړ له امله بند شوي.






