خسره نمبر 33، د کال 1919 د ريکارډ ترمخه زمونږ ملکیت دې: ابودردا شینواري،ملک قاسم شینواري

0
77

باغي ټي وي ربورټ
ابو دردا شينواري، کليم الله شينواري او ملک قاسم په لنډيکوتل پريس کلب کې یوې خبري غونډې ته په وینا کښې ویلي دي چې موږ ټول د بازمیر کورنۍ اشرف خېل خوګا خېل خسره نمبر 33، د کال 1919 د عوايدو ريکارډ لرو او دا زمکه زمونږ ملکیت دې.

دوی اوویل چې په ۳۳ نمبر خسره کې د پښتو ژبې د نامتو شاعر او لیکوال غزل بابا امیر حمزه خان شینواري قبر هم شته چې زموږ د تره زوی هم دی. نوموړي زياته کړه، چې له کال ١٩١٩ کال په عوايدو کې ثبت شوې ځمکې اجاره له ٩٩ کلونو وروسته پاى ته رسېدلې، نو په دې ځمکه کې د هېڅ دولتي ادارې حق نشته او دا جایداد زمونږ دې.

دوی اوویل چې د سرکاري قانون ترمخه زمونږ خاندان دا زمکه د اولس ښیګړې لپاره په ریسکیو ۱۱۲۲ خرڅه کړه چې دلته یو لوی ریسکیو مرکز جوړ کړي خو وس په دې کار ودرول شوې دې، دوی زیاته کړه چې دوی غوښتنه کوي چې به دې مرکز دې کار بیا پیل شي او په دې زمکه صرف ددوی خاندان حق دې.

نوموړي وويل، چې موږ، ټوله کورنۍ او د سيمې خلک په دې عمل سخت خفه يو چې د اولس ښیګړې په دې مرکز تعمیراتي کار بند شوې نوموړي غوښتنه وکړه چې د ولسي وګړو ددې ښیګړې په مرکز دې تعمیراتي کار بیا پیل شي او دا مسله په ښه توګه حل کړي.
دوی اوویل او ګوښ ی وکړو چې که زمونږ دا غوښتنه و نه منل شی او د ریسکیو په مرکز کار پیل نه شی نو دوی به د پیښور او تورخم لویه لار وتړي.

Leave a reply