د پاکستان چيف جسټس قاضي فائز عيسى فيصله کړې ده چې مونږ به د انتخاباتو په اړه انفرادي مقدمې نه اورو.
باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د پاکستان چيف جسټس قاضي فائز عيسى فيصله کړې ده چې مونږ به د انتخاباتو په اړه انفرادي مقدمې نه اورو.
د آئين د آرټيکل 62 ون ايف د تفسير د مقدمې اورېدنه د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فائز عيسى په مشرۍ کې 7 کسيزه بنچ کوي چې پکې جسټس محمد علي مظهر او جسټس مسرت هلالي هم شامل دي.
د مقدمې اورېدنه پېل شوه نو چيف جسټس آف پاکستان ريمارکس ورکړو چې مونږ فيصله کړې ده چې مونږ به د انتخاباتو په اړه انفرادي مقدمه نه اورو، د آئين د تفسير اړوند مقدمه به اورو، د انتخاباتو اړوند انفرادي مقدمه به اورو. راتلونکې اونۍ به په بل بنچ کې واوریدل شي
جسټس قاضي فائز عیسی وویل چې د نااهلۍ کیس کې مونږ پبلک نوټس جاري کړی خو هیڅ سیاسي ګوند نه دی جوړ شوی.
هغه وویل ولې مونږ ځانونه د اساسي قانون په یوې ځانګړې برخې او ژبې پورې محدودوو؟ موږ ولې د اساسي قانون تاریخ، اساسي حقونه له پامه غورځوو؟ د ځینو نویو مادو په داخلولو سره کوم پاتې حقوق له مینځه وړل شوي؟ یوازې یو جنرال د 62 ون ایف فقره کېښوده، نو موږ ټول پابند شو؟
قاضي فائز عیسی وویل: ایا په بل کوم هیواد کې د سیاستوالو دا ډول ازموینه شته؟ ایا د نړۍ په کوم هیواد کې تر ټاکنو مخکې دومره سخت امتحان شته؟