د پاکستان د راتلونکي مشرتابه پریکړه به د پاکستان اولس کوي: امریکا

0
107

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتهیو میلر ویلي دي چې د پاکستان د راتلونکي مشرتابه پریکړه به د پاکستان اولس کوي.

ده ووئيل امريكا په پاكستان او د نړۍ په هر ګوټ كښې كوم كانديد يا ګوند ته اهميت نه وركوي٬ د امريكې مفاد په جمهوري عمل كښې ده۔

ديوې پوښتنې په ځواب کې دامريکا دخارجه محکمې وياند وويل چې دپي ټي ائي دبنسټ ايښودونکي تورونه بې اساسه دي، امريکا غواړي چې ټولټاکنې دپاکستان دقانون مطابق ازادې اؤ منصفانه وي.
میتیو میلر ویلي امریکا پاکستان ته نه شي ویلای چې ټولټاکنې څنګه ترسره کړي او په پاکستان کې به د ډیموکراسۍ د اظهار او متحرک ډیموکراسۍ ملاتړ ته دوام ورکړي.

Leave a reply