د پنجاب د بېلا بېلو سياسي ګوندونو مشرانو د پاکستان د پيپلز پارټۍ پارليماني غړي او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري سره له ليدنې وروسته له پيپلز ګوند سره يو ځای شول
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب د بېلا بېلو سياسي ګوندونو مشرانو د پاکستان د پيپلز پارټۍ پارليماني غړي او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري سره له ليدنې وروسته له پيپلز ګوند سره يو ځای شول.
د ملتان په بلاول هاؤس کښې ترسره شوې دغه ملاقات کښې د مسلم لیګ نون د پنجاب اسمبلۍ پخوانی غړی سردار محمد نواز رند له خپل زوی سره په پیپلز پارټۍ کښې شامل شو.
د رحیم یار خان نه د مسلم لیګ (ن) د میونسپل کمیټۍ پخوانی چیئرمېن میا شهزاد انور هم د پیپلز پارټۍ ته عزیز شو.
له بهاولنگر څخه د پنجاب اسمبلۍ پخواني غړي ميا محمد علي لاليکا، راو نجيب الرحمان، راو عزيز الرحمان او افتخار احمد هم په پيپلز پارټۍ کې شامل شوي دي.
له واهري څخه محمد ايوب سنډيلا او عمران سنډيلا هم مسلم ليگ (ن) پرېښود او په پيپلز پارټۍ کې شامل شول.
https://twitter.com/MediaCellPPP/status/1742966506106085404/video/1?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1742966506106085404%7Ctwgr%5E46cf29391f87ac7dbabec681a734a3a524a81c60%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Furdu.geo.tv%2Flatest%2F351519-