محمد صادق خان ادوزي د ضلع خیبر په پخواني عوامي نمایندګانو باندې سختې نیوکي کړي دي

0
288

نصیب شاه شینواري
د خېبر ضلعې د حلقه این اے 27 امیدوار او د مظلوم عوامي تحریک مشر محمد صادق خان ادوزي په لنډي کوتل پریس کلب کې د خپل انتخابي کمپاین د رسمي پرانستلو په مهال وویل چې په قبایلي سیمو کښې او خیبر پښتونخوا کښې د امن او ثبات او د مالي مشکلاتو مسله ده. ده ووئيل چې زما انتخابي منشور دا دے چې په خپلو سيمو كښې به د قبائيلي پښتنو لپاره د روزګار موقعې پيدا كولو او د غریب اولس د ستونزو هوارولو لپاره به په عملي توګه كار كوم او په قومي اسمبلۍ كښې به اولسي حقونو لپاره خپل غږ پورته كوم۔
ده ووئيل چې په پاك افغان پوله د تجارت او معيشت ښه كولو لپاره غوره موقعې موجودې دي٬ هغه ووئيل چې د خلكو نمائنده په توګه ټاكل كېدو سره به له دې موقعې پوره ګټه پورته كوم او د سيمې خلكو لپاره به دروزګار موقعې پيدا كولو په لړ کښې اړوند ملکی ادارو او چارواکو سره خبرې وکړي چې د اولس مالي حالت ښه شي۔
نوموړي د خيبر ضلعې پر پخوانيو ولسي استازو سختې نيوکې وکړې او ويې ويل، چې دغو عوامي د خلکو لپاره هېڅ نه دي کړي،نوموړی زیاته کړه چې په عملي توګه به د عوامو خیرښیګړې او دددوی کار روزګار لپار به په عملي توګه کار وکړې چې د اولس مالي حالت ښه شي.
هغه وويل دبلوچستان په شان قبائيلي سيمې هم په قدرتي وسيلو بډايه دي، هغه وويل قبائيلي اولس په دغو وسائلو حق لري اؤ دانتخاباتو څخه وروستو به په دغه منابعو کې قبائيلي اولس ته دکاروبار موقعې پيدا کولو لپاره غږ پورته کوم چې قبایلي خلک په خپلو سیمو کې د روزګار موقعې ولري.
د يادونې وړ ده، چې تر مطبوعاتي کنفرانس مخکې ادوزي د قبایلي صحافیانو له خوا تود هرکلى وشو او د ټرایبل یونین آف جرنلسټس ضم ضلعو نوي ټاکل شوي مشر قاضي فضل الله له لوري ورته هرکلۍ او ستړي مشي اوویل شول او نوموړي ته ی د ګلونو ګيډۍ وړاندې کړه.

نوموړي له خبري ناستې وروسته خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې خبريالان د ټولنې او هېواد غوږونه او سترګي دي، نوموړي وويل، چې د لندې کوتل خبريالان د سيمه ييزو مسايلو په ښه او موثر ډول راپورته کولو کښې فعال رول لوبوي ورکوي، خو زه يې قدرداني کوم. هغه وويل چې د خبريالانو د هوساینې لپاره به عملي ګامونه پورته کوي او په هر پلیټ فارم به د دوی غږ پورته کوي.

لنډي کوتل پریس کلب کښې خبري کانفرنس نه وړاندې په خیبر سیمه ملک عبدالله خان حجره کښې یوې عوامي غونډې ته په وینا کښې محمد صادق خان ادوزی اوویل چې زما مشن دادې چې ځپل شوو پښتنو خدمت وکړم، هغه اوویل چې د ضلع خیبر قبایلي پښتنو ورله مینه ورکړې نو ځکه ی دې سیمې څخه په ټاکنو کښې د برخه اخستلو لپاره راپورته شو او نن په دې سیمې کښې د اولس وړاندې دې.
هغه ژمنه وکړه چې په پارلیمان کښې به د قبایلي سیمو د پښتنو لپاره غږ پورته کړې.

Leave a reply