څلور کالو کښې شوې تاریخي ناورین سمولو کښې به وخت لګیږي: شهباز شریف

0
195

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف د پارټۍ مشرانو ته هدايات ورکړي چې په حلقو کښې د پارټۍ د اقتصادي ايجنډا په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

لاهور کښې د پارټۍ مشرانو سره خبرو کښې شهباز شریف اوویل چې په څلور کالو کښې شوې تاریخي ناورین سمولو کښې به وخت لګیږي.

ده ووئيل چې يواځي مسلم ليګ (ن) مسلې حل كولې شي او اولس ته رليف وركړې شي۔د غونډې په ترڅ کې مشرانو په خپلو اړوندو حوزو کې د روانو ټاکنیزو فعالیتونو په اړه مشرتابه ته معلومات ورکړل.

Leave a reply