هغه څوک چې په اشتهاری تورن وي او عدالت ته نه وي حاضر شوي هغه به نااهله وي: جسټس چوهدري عبدالعزیز
باغي ټي وي رپورټ
د اليکشن ټربيونل جسټس چوهدري عبدالعزيز وئيلي دي هغه څوک چې په اشتهاری تورن وي او عدالت ته نه وي حاضر شوي هغه به نااهله وي۔
جسټس چوهدري عبدالعزيز د اين اے ٦٠ نه دتحريک لبيک د کانديدانو د نامزدګۍ کاغذونو مستردولو په اپيل باندې د فيصلې په مهال وويل چې مونږ په هيڅ سياسي ګوند پورې اړه نه لرو، مونږ ته په آئين، قانون او ميرټ فيصله کول پکار دي. .
هغه وويل چې که اشتهاري تورن وي او عدالت کې حاضر نۀ شي نو هغه ته ولې پارلمان ته د تلو اجازه ورکوي؟ جسټس عبدالعزيز د اپيل اورېدنې په مهال ريمارکس کې وئيلي چې موټروے مات شوى، بيررزونه لگول شوي، جهلم او چناب پل مات شوى، دپوليسو پښې ماتې شوې دي، که دټي ايل پي نمائنده وي نو هغوي ته دکار کولو جواز ورکړل شوى ؤ؟ دا ټول؟
د درخواست کوونکي وکيل وويل چې موکلين يې مفرور دي، سزا نه ده ورکړل شوې، په دې اړه د ټاکنو ټريبيونل وويل چې که مفرور وي نو سزا به څنګه ورکول کېږي؟