اليکشن ټريبيونل د شيخ رشيد او اعجازالحق د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړي دي

0
127

باغی ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: اليکشن ټريبيونل د شيخ رشيد او اعجازالحق د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړي دي.

د راولپنډۍ الیکشن ټربیونل د اعجازالحق په کاغذونو باندې د ریټرننګ افسر اعتراض رد کړی او د راولپنډۍ حلقه این اے 55 نه یې د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړی دی.

اليکشن ټربيونل د قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 56 او 57 نه د پخواني داخله وزير او د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړي دي۔

بل اړخ ته د جهلم دوه نشستونو نه د کاغذات مسترد کیدو په ضد د پخواني وزیر فواد چوهدري د اپیل اوریدنه شوې چې پکښې ټربیونل الیکشن کمیشن ته د سبا لپاره نوټس جاري کړی دی.

د فواد چوهدري وکيل په ټريبيونل کې دريځ خپل کړو چې د هغه موکل د ټاکنو نه د لرې ساتلو لپاره جعلي اعتراضونه کيږي.

Leave a reply