د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد او د هغه د وراره شيخ رشيد شفيق د نامزدګۍ کاغذونو د ردولو لاملونه په ډاګه شوي دي

0
109

باغی ټي و ي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد او د هغه د وراره شيخ رشيد شفيق د نامزدګۍ کاغذونو د ردولو لاملونه په ډاګه شوي دي.

ريټرننګ افسر نگراز علي شيخ رشيد ته په خپلو کاغذونو کې د اعتراضونو نقلونه ورکړي چې له مخې يې شيخ رشيد احمد د خپلو اثاثو بشپړ تفصيل نه دی وړاندې کړی.

د ریټرننګ افسر په وینا د شیخ رشید لخوا اعلان شوې اثاثې د سرمایه کارۍ سره مطابقت نه لري.

شیخ رشید د مری د ځنګلاتو محکمی د ریسټ هاؤس بل هم نه دی ادا کړی، شیخ رشید د 4 نه تر 9 ستمبر 2022 پوری په آرام هاؤس کښی بغیر د ادایئ نه ولاړ وو، شیخ رشید د حکومت بل 3 لاکه 22 زره روپو پوروړی دی.
د شیخ رشید د نامزدګۍ په کاغذونو هم اعتراض شوی دی چې هغه په ​​موضع سیال کښې زمکه اخیستې خو په واپسۍ کښې یې نه ده افشا کړې.

د ریټرننګ افسر وینا ده چې شیخ رشید شفیق د خپلې مېرمنې ټېکس ریټرنز جمع نه کړ، شیخ رشید شفیق هم د خپلو اثاثو بشپړ تفصيل وړاندې کولو کې پاتې راغلی.

ياده دي وي چي د اين اے 56 نه د شيخ رشيد او اين اے 57 نه راشد شفيق د نامزدګي کاغذونه مسترد کړي شوي وو۔

Leave a reply