د پاکستان د تحریک انصاف د مشر او ستر وکیل سردار لطیف کهوسه زوی د پولیسو لخوا نیول شوی د

0
232

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف د مشر او ستر وکیل سردار لطیف کهوسه زوی د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

لطیف کهوسه په خپل یو بیان کې ویلي چې زوی یې خرم لطیف د لاهور ښار د مزنګ پولیسو له خوا نیول شوی دی.

ده ووئيل خرم لطيف کهوسه د هائي کورټ سره نزدې د دفتر نه نيولې شوې ، مونږ د پي ټي آئي له وجې په نښه شوي يو .
بل لوري ته پوليس وائي چې د سب انسپکټر په شکايت د مزنګ پوليس سټيشن کښې د خرم لطيف خلاف مقدمه درج کړې شوې ده۔

د پوليس وينا ده چي ايف آئي آر کښي وئيلي شوي دي چي خرم لطيف کهوسه د پنځلس نه تر شلو وکيلانو سره يو ځائي پوليس ووهل، د سختو نتايجو ګواښونه ئي کړي او پوليس باندي ئي حمله کړي ده۔

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې سينئر وکيل سردار لطيف کهوسه د پاکستان پيپلز پارټۍ سره د اوږدې مودې تعلق ختمولو سره په پاکستان تحريک انصاف کې شامل شوی ؤ.

Leave a reply