د لاهور او فيصل آباد نه بهر ته تلونکو مسافرو نه د کروړونو روپو په ارزښت هيروئن سمگل کولو کوشش ناکامه کړے شوے دے

0
163

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور او فيصل آباد نه بهر ته تلونکو مسافرو نه د کروړونو روپو په ارزښت هيروئن سمگل کولو کوشش ناکامه کړے شوے دے۔

د ائيرپورټ سکيورټي فورس (اے اېس اېف) چارواکو له مخې، آکاش مسيح او د هغه مېرمن اني آکاش د قطر پلازمېنې دوحې ته د الوتنې لپاره علامه اقبال هوايي ډګر ته رسېدلي وو، چې د سکریننګ پر مهال د جوړې سامان مشکوک اعلان شو.

د ASF وياند ترمخه د کارګو د تفصيلي لټون په مهال 2.490 کيلو ګرامه آئس هيروئن برآمد شوي، دغه هيروين د 1.250 او 1.250 کلوګرامو په دوو جلا پيکټو کې ساتل شوي وو کوم چې د کڅوړو د پټو کمپارټونو څخه ترلاسه شوي وو.

وياند وويل چې د ASF کارکوونکو په مسلکي توګه نشه يي توکي ترلاسه کړي او د قاچاق هڅې يې ناکامه کړې دي، په داسې حال کې چې تورن کسان د لومړنيو پلټنو وروسته د ترلاسه شوي نشه يي توکو سره د نورو قانوني کړنو لپاره د ANF چارواکو ته سپارل شوي دي.

بل اړخ ته په فیصل آباد ائیرپورټ هم د بحرین ته روان مسافر نه د کروړونو روپو مالیت آئس هیروئین برآمد شوی دی.

د دې نه علاوه د کسټم کلېکټرېټ د کراچۍ په جناح انټرنېشنل ائيرپورټ کښې هم کاروائي کړې چې په نتيجه کښې يې د شارجې نه راغلې يوې ښځې نه 15 موبائيل فونونه برآمد کړي دي۔

Leave a reply