په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یوه نوي پلان خبرې اترې روانې دي

باغی ټي وي رپورټ
په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یوه نوي پلان خبرې اترې روانې دي چې د لویدیځې غاړې او غزې مشران یو دایمي اوربند ته د رسیدو لپاره سره راټول کړي.
دا ادعا برتانوي ورځپاڼې ټیلیګراف په یوه راپور کې کړې ده.
د راپور له مخې، پر غزې له وحشیانه بمباریو او د زرګونو کسانو له وژل کېدو سره سره، اسراییل د بریا کومه نښه نه ښکاری او د نورو احتمالی بریدونو څخه یې ځان نه دی ژغورلی.
راپور زیاتوي چې د اسرائیلو په وحشیانه بمباریو کې د زرګونو فلسطینیانو له شهادت وروسته چې اسرائیل د نړیوال انزوا ښکار شوی، د برتانیې په څېر متحدین اوس له اسرائیلو څخه د باثباته اوربند غوښتنه کوي.
برتانوي ورځپاڼې ویلي، چې له نړیوالې انزوا سره سره اسراییل یوازې د امریکا د همکارۍ په پلمه پر غزې بریدونو ته دوام ورکوي، خو په غزه کې د بشري ناورین له امله د امریکا د صبر کاسه هم په ختمېدو ده.
په راپور کې ویل شوي چې له اسرائیلو سره د امریکا په غیر مشروط ملاتړ کې د کمښت نښې شته او امریکا هم له اسرائیلو غوښتي چې پر غزې د سختو بریدونو د پای ته رسولو لپاره پلان جوړ کړي.
د راپور له مخې، امریکا غواړي چې اسراییل یوازې د حماس پر اډو برید وکړي، په داسې حال کې چې اسراییل د اکتوبر له اوومې وروسته خامخا متحد وو، خو اوس په دې یووالي کې درزونه راغلي دي.
د یرغمل شویو کسانو کورنۍ شکایت کوي چې له پامه غورځول کیږي او اسرائیلو له نړیوالو فشارونو سره سره د اوربند غوښتنه نه ده کړې ځکه چې بل کوم پلان نه لري.
په راپور کې ویل شوي چې اسراییل تر اوسه نه دی توانیدلی چې دا روښانه کړي چې څنګه به دا سازمان پای ته ورسوي چې سیاسي او ایډیالوژیکي اړیکې یې تر غزې پورې محدودې نه دي.
دې ته په پام سره د سولې نوی طرحه په ۳ ټکو ولاړه ده.
په راپور کې ویل شوي چې د فلسطیني ډلو له خوا له دغه پلان سره سخت مخالفت شوی خو په رسمي ډول رد شوی نه دی.






