په لاهور کې د وچ ساړه له امله د سینه بغل رنځ په چټکۍ سره خپریږي
باغي ټي وي رپورټ
په لاهور کې د وچ ساړه له امله د سینه بغل رنځ په چټکۍ سره خپریږي، حتی ښاریانو ته واکسین هم نشته.
په دې اړه د ميډيکل سټور مالکان وايي چې خلک د سينه بغل د واکسين اخيستلو لپاره راځي خو عرضه يې نه کېږي چې له امله يې بيه هم لوړه شوې ده.
بل خوا د فارمسستانو د حقوقي ټولنې مشر نورمهر ویلي چې اوس د سینه بغل موسم دی او درمل پلورونکي ترې ګټه پورته کوي.
نورمهر زیاته کړه چې په میډیکل سټورونو کې د سینه بغل واکسین په تور پلورل کیږي پداسې حال کې چې DRAP (د پاکستان د درملو تنظیم کونکي اداره) د سینه بغل واکسین بیه نه لوړوي نو جوړونکو یې عرضه بنده کړې ده.