د قومي اسمبلۍ څوکیو لپاره د پاکستان تحریک انصاف مشر اعظم خان سواتي او زلفي بخاري د نامزدګۍ کاغذونه رد شوي دي

0
73

باغي ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ څوکیو لپاره د پاکستان تحریک انصاف مشر اعظم خان سواتي او زلفي بخاري د نامزدګۍ کاغذونه رد شوي دي.

د قومي اسمبلۍ حلقه این اے ۵۰ اٹک نه د زلفي بخاري د نامزدګۍ کاغذونه مسترد شوي دي.

د پي ټي آئي مشر زلفي بخاري وئيلي دي چې زما د نامزدګۍ کاغذونه د جعلي دستخطونو په اعتراض کښې مسترد کړې شوي وو، زما د وکيل، سفارشي او ملاتړي په شمول شپږ کسان تښتول شوي وو۔
رېټرننګ افسر د قامي اسمبلۍ حلقې اين اے 15 نه د پي ټي آئي مشر اعظم خان سواتي د نامزدګۍ کاغذونه هم مسترد کړې دې۔

اعظم خان سواتي د مانسهرې حلقه اين اے 15 نه د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف خلاف د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي وو۔

د اعظم سواتي وکيل سهيل سواتي ايډوکېټ ميډيا سره خبرو کښې اوويل چې د اعظم خان سواتي کاغذونه د جعلي دستخطونو او اشتهار په اعتراض کښې مسترد شوي نو هغه به د ريټرننګ افسر د فيصلې خلاف اليکشن ټريبيونل ته رجوع کوي۔
د نوازشريف وکيل جهانګير جدون وکيل وايي، د اعظم سواتي د کاغذونو د ردولو پرېکړه د ميرټ پر اساس شوې، په ټاکنو کې برخه اخيستونکی نوماند بايد په هېواد کې وي، موږ هم اعظم سواتي ته د حاضرېدو غوښتنه کړې او اعتراضونه به بېرته واخلو.

د مريم نواز د نامزدګۍ کاغذونه ټولو حلقو نه منظور کړي دي
بل اړخ ته د لاهور او سرګودها ټولو حلقو نه د مسلم ليګ نون چيف آرگنائزر مريم نواز د نامزدګۍ کاغذونه منظور کړې شوي دي۔

مريم نواز د لاهور نه د دريو حلقو پي پي 159، پي پي 160 او پي پي 165 څخه کاغذونه جمع کړي دي او مريم نواز د پنجاب اسمبلۍ د سرګودها د يوې حلقې پي پي 80 نه هم کاغذونه جمع کړي دي.

Leave a reply