عامو انتخاباتو کې د قومي اسمبلۍ څوکۍ لپاره له لاڑکانه څخه د پیپلز پارټۍ چیئرمین بلاول بهټو د نامزدګۍ کاغذونه منظور شوي دي

0
165

باغی ټي وي رپورټ
عامو انتخاباتو کې د قومي اسمبلۍ څوکۍ لپاره له لاڑکانه څخه د پیپلز پارټۍ چیئرمین بلاول بهټو د نامزدګۍ کاغذونه منظور شوي دي.

د بلاول بهټو د نامزدګۍ کاغذونه د قومي اسمبلۍ حلقو این اے 194 او این اے 196 له لاڑکانه نه منظور کړل شوي او د پیپلز پارټۍ مشرې او د آصف زرداري خور فریال تالپور د صوبايي اسمبلۍ سیټ پی ایس 10 نه منظورې شوې دي.

د دې نه علاوه د اين اے 194 نه د جے يو آئي راشد محمود او 196 نه د جے يو آئي ناصر محمود د نامزدګۍ کاغذونه منظور شوي دي کوم چې به په انتخاباتو کښې د پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو سره مقابله کوي.
په لاڑکانہ صوبائي اسمبلۍ سیټ پی ایس 11 او پی ایس 12 نه د جی ډی اے امیدوار معظم عباسی د نامزدگی کاغذونه منظور کړی شوی دی او حلقه این اے 195 نه د جی ډی اے صفدر عباسی د نامزدگی کاغذونه منظور شوی دی.

بل اړخ ته د بدين قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 223 نه د جي ډي اے اميدوار او پخوانې سپيکر قومي اسمبلۍ فهميده مرزا د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړے شوي او د اين اے 223 نه د هغې د خاوند ذوالفقار مرزا او د زوي حسام مرزا کاغذونه مسترد شوي دي۔ .

د بدين حلقه اين اے 223 نه د پيپلز پارټۍ رسول بخش چانډيو اميدوار دے

Leave a reply