په یوه کور کې د اور لګېدنې له امله درې تنه مړه شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
لاهور: په یوه کور کې د اور لګېدنې له امله درې تنه مړه شوي دي.
دپوليسو ترمخه دغه پيښه دلاهور په چوهنګ سيمه کې هغه مهال رامينځته شوې کله چې په يو کور کې ناڅاپه اور لګيدلى دى.
پوليس زياتوي چي اور لګيدنه په سمدستي توګه کور ته ورسيده، د پيښي په اطلاع سره پوليس او د فائر بريګيډ ګاډي سيمي ته رسيدلي دي۔
د اور وژنې عملې اور تر کنټرول لاندې راوستی او د کور څخه د 3 تنو سوځیدلي جسدونه یې ایستل.
دپوليسو وينا ده چې په وژل شوؤ کې دوه ښځې اؤ يو سړى هم شامل دي اؤ نزدې روغتون ته ليږدول شوي دي اؤ تر دې مهاله په کور کې داور لګيدو علت نۀ دى معلوم شوى.