د اسلام اباد عدالت منظور پښتون په جوډيشل ریمانډ زندان ته لېږلی دی.

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد محکمې منظور پښتون په جوډيشل ریمانډ زندان ته لېږلی دی.
د اسلام اباد په ضلعي او سيشن عدالتونو کې د منظور پښتين په ضد د ترنول پوليس سټيشن کې د درج مقدمې اورېدنه وشوه چې پکې پوليسو د دوه ورځو جسماني ريمانډ پوره کولو وروستو منظور پښتين عدالت ته وړاندې کړو.
د اوريدنې په مهال پوليس د منظورپشتين د نور جسماني ريمانډ غوښتنه اوکړه او د ملزم وکيل د ضمانت درخواست جمع کړے دے۔
عدالت د پوليسو د جسماني ريمانډ درخواست رد کړ او منظور پښتين په جوډيشل ريمانډ جيل ته ولېږل شو او د ضمانت په درخواست يې د جنورۍ په دويمه فریقينو ته نوټس جاري کړو.
ياده دې وي چې د منظور پښتين په ضد په اسلام اباد کې د دفعه ١٤٤ نه د سرغړونې مقدمه درج شوې ده.






