د حلقه اين اے 71 نه د پاکستان تحريک انصاف د پخواني مشر عثمان ډار د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړې شوي دي۔

0
143

باغی ټي وي رپورټ
د سيالکوټ نه د قومي اسمبلۍ حلقه اين اے 71 نه د پاکستان تحريک انصاف د پخواني مشر عثمان ډار د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړې شوي دي۔

ريټرننګ افسر د اين اے 70 سيالکوټ نه د عثمان ډار د مور ريحانه ډار د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړي دي او د اين اے 71 سيالکوټ نه د عمر ډار د مېرمنې عروبه ډار هم د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړې شوي دي۔

مريم نواز له سيالکوټ څخه د مسلم ليګ ن مرکزي مشر خواجه آصف په ضد کاغذونه جمع کړي وو.
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د جيو نيوز په پروګرام کې خواجه اصف د عثمان ډار پر کور د پوليسو د چاپې پړه پر خواجه اصف اچولې وه او ويلي يې و چې زما کور ته يې پوليس لېږلي او پوليسو زما د مور جامې هم ورماتې کړې دي، په داسې حال کې چې خواجه اصف د جيو نيوز په پروګرام کې عثمان ډار ويلي وو ډار دغه تورونه په کلکه رد کړل او ویې ویل چې دا موضوع باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي، زه له دې مسلې سره هیڅ تړاو نه لرم، عثمان ډار ته باید شرم وشی چې د سیاست لپاره د خپلې مور عزت په خطر کې اچوي.

پخواني دفاع وزیر عثمان ډار او د هغه مور ته د یو ارب روپو نوټس هم استولی دی.

Leave a reply