اليکشن کميشن د پي ټي آئي د انتخابي نشان په اړه فيصله باندي پيښور هائي کورټ کښي د نظرثاني اپيل دائر کړے دے

باغی ټي وي رپورټ
پيښور: اليکشن کميشن د پي ټي آئي د انتخابي نشان په اړه فيصله باندي پيښور هائي کورټ کښي د نظرثاني اپيل دائر کړے دے۔
د اليکشن کميشن وکيل د پيښور هائي کورټ کښې دوه بيلابيلې درخواستونه جمع کړي دي چې يوه پکښې د پي ټي آئي د انټرا پارټيز انتخاباتو او انتخابي نشان په اړه ده چې پکښې د اليکشن کميشن عدالت ته په فيصله د نظر ثاني کولو غوښتنه شوې ده.
دې نه علاوه اليکشن کميشن يو بل درخواست هم دائر کړے دے چې پکښې عدالت نه غوښتنه شوې ده چې د تعطيلاتو دوران دې درخواست سماعت لپاره ډويژنل بنچ جوړ کړي۔
ياده دي وي چي اليکشن کميشن د آئين خلاف د تحريک انصاف انټرا پارټيز اليکشن لغوه کړے وو چي پکښي د پي ټي آئي نه د بيټ نشان ختم کړے شو ولي تحريک انصاف پيښور هائي کورټ کښي د کميشن فيصله چيلنج کړي وه۔ محکمه.
پيښور هائي کورټ د انتخابي نشان په اړه د پي ټي آئي انټرا پارټي اليکشن او اليکشام کميشن معطل کړے او د تحريک انصاف بغير انتخابي نشان ئي بحال کړے دے۔
عدالت په خپله فيصله کې وئيلي وؤ چې دعدالت رخصتۍ وروستو به فرسټ ډويژنل بينچ جوړيږي چې دغه مقدمه به نوره اوري.






