په اوکراین کې د روسیې په برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان دي

0
148

باغی ټي وي رپورټ
په اوکراین کې د روسیې په برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ویلي، روسیې په کیف، خرکیف، اودیسا، دنیپرو او لویف کې روغتونونه، شاپینګ مالونه او د استوګنې ودانۍ په نښه کړي، چې له امله یې ۳۰ کسان وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د بهرنیو رسنیو په وینا، د روسیې وروستی برید د اوکراین په روانه جګړه کې یو له سترو هوايي بریدونو څخه ګڼل کېږي.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې روسیې پر اوکراین له هر ډول وسلو سره برید وکړ، چې له امله یې ډېر ځاني او مالي زیانونه واوښتل، په داسې حال کې چې د اوکراین د پوځ په وینا، روسیې ۱۵۸ توغندي توغولي، چې ۱۱۴ یې له منځه تللي دي. .

له بلې خوا د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، د روسیې برید ښيي چې که څه هم له لومړۍ حملې دوه کاله تېر شوي، خو په اوکراین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین اهداف نه دي بدل شوي او غواړي خپل ځان تابع کړي.

Leave a reply