سیاسي ګوندونو سره خبرو اترو لپاره د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف په دوه ورځني سفر کراچۍ ته رسيدلى

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف په دوه ورځني سفر کراچۍ ته رسيدلى او د متحده قومي موومنټ (MQM) پاکستان او ګرانډ ډيموکريټک الائنس (GDA) مشرانو سره يې د انتخابي اتحاد په اړه خبرې اترې کړي دي.
د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف د کراچۍ نه د قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 242 نه د انتخاب اعلانولو په مهال وئيلي دي چې د ايم کيو ايم مشرانو سره ملاقات کښې د اين اے 242 د سيټ په اړه څه خبرې نه شي کيدې۔
په حلقه کې د پارټۍ کارکنانو ته خطاب کښې شهباز شريف په کراچۍ کښې د ټرانسپورټ مسئله حل کولو وعده وکړه.هغه وويل کراچۍ د پاکستان دروازه ده، اورنج لاين بايد د لاهور نه وړاندې په کراچۍ کې روانه وي.
پخواني وزيراعظم وويل له حيدراباد څخه تر کراچۍ پورې هيڅ موټروې نشته، که نواز شريف وزيراعظم شو نو موټروې به هم جوړيږي. د جي ډي اے مشر پير پګارا سره د ملاقات نه پس ميډيا سره خبرو کښې د مسلم ليګ نون مشر خواجه سعد رفيق اوويل چې مونږ د ايم کيو ايم، جے يو آئي او جي ډي اے سره د سيټونو د تعديل په اړه خبرې اترې روانې دي او په دې لړ کښې به يوه لاره هواره شي۔
ده ووئيل چې په نننۍ غونډه كښې د نظام په نوم د روان لوټمارۍ په اړه خبرې وشوې٬ سندھ امن٬ پرمختګ او بنيادي حقونه غواړي۔
ده ووئيل سنده او په خاص توګه كراچۍ ته به خپل حق وركړې شي۔تر غونډې وروسته د جي ډي اې مشر پير صدرالدين شاه راشدي وويل په سندهـ کې د مافيا او تور بازار پنځلس کلنه واکمني بايد ختمه شي.
ده ووئيل په ملاقات كښې په يو شمېر مسايلو اتفاق شوى او مونږ به په سندهـ كښې د اتحاد په شکل انتخابات وګټو۔






