د کوم کانديد نوم چې ګون حتمي کوي هغه به ټاکنو کې برخه اخلی: اسحاق ډار

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن سېنېټر اسحاق ډار وايي په پارټۍ کې د ټکټونو په وېش کې کومه ستونزه نشته، د کوم کانديد نوم چې ګون حتمي کوي هغه به ټاکنو کې برخه اخلي.
اسحاق ډار په خپل يو بيان کې وئيلي دي چې د کوم کانديد نوم چې د پارټۍ لخوا حتمي کيږي هغه به په انتخاباتو کې برخه اخلي، پاتې کانديدان به خپل کاغذات واپس اخلي.
هغه وویل چې ټکټونه به د جنورۍ له 12 ډیر وخت دمخه حتمي شي.
اسحاق ډار زياته کړه چې د څوکۍ تعديل به په محدوده کچه وي، مولانا فضل الرحمان سره يې ښې اړيکې دي، د عزت اړيکې دي خو احترام يو طرف او انتخابات يو طرف دي.
بل خوا په لاهور کې د قامي اسمبلۍ په ۱۴ څوکیو کې د ۱۰ څوکیو لپاره د مسلم لیګ نون نومونه مخې ته راغلي دي.
لاهور کې د قامي اسمبلۍ د ۱۴ څوکیو نه په ۱۰ؤ باندې د مسلم لیگ ن د امیدوارانو نومونه مخې ته راغلي دي.
مسلم لیگ (ن) د لاهور په حلقه این اے 117، 120، 119 او 121 کې د خپلو امیدوارانو په اړه فیصله نه ده کړې، له این ای 118 حمزه شهباز، له 122 څخه سعد رفیق، 123 څخه شهباز شریف، 124 څخه رانا مبشر او 125 څخه سیف کھوکھر امیدواران دي






