په سوشل میډیا مایوسي او ګډوډي خپریږي، د قام سره به یو ځایی ددې مافیا پر ضد مبارزه کوي: د پاکستان فوځ سرلښکر

باغی ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير وئيلي دي چې په سوشل ميډيا د جوش، مايوسۍ او ګډوډۍ فضا جوړه شوې ده، غلط خبرونه دا تاثر ورکوي چې رياست د ختمېدو په حال کې دے، د قوم سره به هر قسمه د مافيا پر ضد کار وکړي او ختم به ی کړي.
د فارمرز نیشنل کنونشن ته د وینا پر مهال د پوځ مشر وویل چې په سوشل میډیا د پاکستان په اړه افواهات او منفي خبرې کیږي، د ولس سره په ګډه به د هر ډول مافیا مخه نیسو.
دپوځ سرلښکر وويل دکلم په نوم دوه رياستونه جوړ کړل شوي دي، دطيبه رياست اؤ پاکستان، دطيبه اؤ رياست پاکستان، دا يواځې اتفاقا نه دي جوړ کړل شوي.
جنرال عاصم منير وويل چې پاکستان د وسائلو له پلوه بډايه دى، پاکستان ګليشيرونه، سيندونه، غرونه او زرخيز زمکې لري، د نړۍ تر ټولو غوره وريجې، کندې، آم، ګرانيټ، سره زر او مس شته، د ګرين پاکستان انيشيټيو مقصد دا دى چې موږ يې لرو. د کرنې په برخه کې د کار کولو لپاره لومړی د گرین پاکستان انیشیټیو د عاید یوه لویه برخه صوبو ته ځي، پاتې برخه به د کروندګرو او د زراعتي څیړنو لپاره ساتل کیږي.
دپوځ سرلښکر وويل په گرين پاکستان نوښت کې دپوځ کردار دخلکو اؤ کروندگرو خدمت دى، په ټولو ضلعو کې به زرعي مالونه جوړ کړل شي، په زرعي مالونو کې به کروندګرو ته هر قسمه زرعي اسانتياوې برابرې شي، په آسانه زرعي قرضې ورکول کيږي. او سړه ذخیرې به د کلیدي سلسلې تضمین شي، د جینیکي پلوه انجینر شوي څارویو اکمالات به هم ډاډمن شي او د اقلیم د بدلون له اغیزو څخه د خوندي تخمونو عرضه به تضمین شي.






