د پاکستان تحريک انصاف مشر او سينئر وکيل حامد خان وايي د انتخاباتو کميشن پي ټي آئي ته د بيټ انتخابي نښان نه ورکولو سره لويه زیاتي کوي.

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر او سينئر وکيل حامد خان وايي د انتخاباتو کميشن پي ټي آئي ته د بيټ انتخابي نښان نه ورکولو سره لويه زیاتي کوي.
د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې خبرو کښې هغه وويل که پي ټي آئي ته يو ميدان نه بلکه يو ليول پلېنګ فيلډ ورکړے شي نو ډير څه دي۔
حامد خان زياته کړه چې د پي ټي ائي بنسټ ايښودونکي به انتخابات وګټي که نه خو د پي ټي ائي کانديدان به انتخابات وګټي.
ده ووئيل د نواز شريف د نامزدګۍ كاغذونو منظورولو فيصله بالکل غلطه ده۔
ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي اسلام آباد کښي يو خبري کانفرنس ته دوينا په مهال د پي ټي آئي چيئرمېن بيرسټر ګوهر وئيلي وو چي انتخابي نشان بټ د خلقو د ارمانونو سمبول دے او که نه نو جمهوريت به له پښو وغورځي۔
د پي ټي ائي چيئرمېن زياته کړه چې هيڅ ګوند د پارټي اليکشن دومره شفافيت نه دې کړي لکه څنګه چې مونږ کړي وو، د ټولټاکنو ټول عمل د کمرې مخې ته شوی دی، اليکشن کميشن ته د فيصلې کولو اختيار نه وو۔
بيرسټر ګوهر علي خان وئيلي دي چې د يو پارټۍ نه نشان اخستل د ختمولو په شان دي، دا هغه خلک دي چې د هارس تجارت خوښوي، سپريم کورټ د هارس ٹریڈنګ بندولو خبره کړې ده.






