جنوبي افريقا په غزه کې د فلسطينيانو د نسل وژنې په اړه د اسرائيلو پر ضد د عدالت نړيوالې محکمې (ICJ) ته مراجعه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
جنوبي افريقا په غزه کې د فلسطينيانو د نسل وژنې په اړه د اسرائيلو پر ضد د عدالت نړيوالې محکمې (ICJ) ته مراجعه کړې ده.
د ایکس په اړه د عدالت نړیوالې محکمې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې سویلي افریقا اسراییل د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون په سرغړونې تورن کړی دی.
جنوبي افریقا د عدالت له نړیوالې محکمې غوښتي چې د اسراییلو محاکمه وکړي.
سویلي افریقا په غزه کې د اسراییلو کړنې نسل وژنه بللې او ویلي یې دي، چې اسراییلي پوځ په قصدي ډول په غزه کې فلسطینیان وژني او د غزې یوه لویه برخه یې له منځه وړې ده، چې موخه یې په زوره د فلسطینیانو شړل دي، د اسرایلو دا کار د نسل وژنې کنوانسیون له قانونه سرغړونه ده.
https://twitter.com/CIJ_ICJ?ref_src=twsrc%5Etfw%7Ctwcamp%5Etweetembed%7Ctwterm%5E1740785561961398765%7Ctwgr%5E2305a42cdbe531c4bab76fdb7974308e934a5ede%7Ctwcon%5Es1_&ref_url=https%3A%2F%2Furdu.geo.tv%2Flatest%2F350985-
جنوبي افريقا په غزه کې د فلسطينيانو د وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له اسرائيلو وغوښتل چې د نسل وژنې په تور محاکمه شي او له نورو اقداماتو دې ډډه وکړي.
جنوبي افریقا وايي، په غزه کې د اسرائیلو له لوري د بشريت ضد جنایتونو پرله پسې راپورونه ورکول کېږي، د اسرائیلو لهخوا د فلسطینیانو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام لري او احتمال شته چې د اسرائیلو جنایتونه نور هم زیات شي.
د يادونې وړ ده، چې پر غزې د اسراييلو بريدونه دوام لري او په تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۱۸۷ تنه فلسطينيان شهيدان شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په روانو بریدونو کې ۲۱ زره ۵۰۷ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د اکټوبر له اوومې راهیسې ۵۵ زره ۹۱۵ فلسطینیان ټپیان شوي هم دي، په غزه کې روغتیايي تاسیسات د اسرائیلي بریدونو له امله سخت زیانمن شوي، چې له امله یې د ټپیانو په درملنه کې ستونزې شته.
سویلي افریقا په غزه کې د خپلو یرغلونو د دوام له امله لا دمخه له اسراییلو څخه خپل ډیپلوماتیک کارکونکي بیرته رابللي دي.
په دې وروستیو کې د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزیر هم په غزه کې د روانو وحشیانه کړنو په خاطر د اسراییلو د لومړي وزیر د نیولو غوښتنه کړې وه.





