د خېبرپښتونخوا د جيلونو څانګې د بنديانو او د هغوي د کورنيو ترمېنځه د خبرو اترو لپاره د عصري ټيکنالوجۍ په کارولو سره د ويډيو کال سروس پېل کړی دی

باغی ټي وي ربورټ
د خېبرپښتونخوا د جيلونو څانګې د بنديانو او د هغوي د کورنيو ترمېنځه د خبرو اترو لپاره د عصري ټيکنالوجۍ په کارولو سره د ويډيو کال سروس پېل کړی دی.
د خدماتو ترلاسه کولو لپاره د صوبې په مختلفو ښارونو کې د پولیسو په مرکزونو کې دوه سیلونه جوړ شوي چې پکې د کمپیوټرونو سره د ویب کیمونو اسانتیا هم شتون لري.
زندانیان د زندانونو د ریاست له دې اقدام څخه خوښ ښکاري، د لیرې پرتو سیمو زندانیان وايي، چې پخوا به یې د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره څو ورځې انتظار کاوه، خو اوس د ویډیو کال له لارې دغه واټن کم شوی دی.
د ویډیو کال سروس د بندیانو کورنیو هم هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دوی د دې اقدام لپاره د خیبر پښتونخوا د زندانونو د څانګې مننه کوي.
د محبس مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په بېلابېلو جيلونو کې د ويډيو کال اسانتياوې برابرول به د ليدونکو په ځانګړي ډول د ليرې پرتو سيمو د سفر لګښتونه راکم کړي.






