د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف وئيلي دي چې د راتلونکي کال په فبرورۍ مياشت کښې کيدونکي عام انتخابات به د پاکستان مستقبل ټاکي

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف وئيلي دي چې د راتلونکي کال په فبرورۍ مياشت کښې کيدونکي عام انتخابات به د پاکستان مستقبل ټاکي۔
شهباز شریف د ایم کیو ایم پاکستان له مشرانو سره په مرکز بهادر اباد کې ملاقات کړی چې پکې د سیټ ترمیم پشمول په سیاسي صورتحال او انتخابي چارو خبرې اترې شوي دي.
د ملاقات نه پس ميډيا سره خبرو كښې شهباز شريف ووئيل چې زه د نواز شريف د نيكمرغۍ پېغام سره كراچۍ ته راغلى يم، ايم كيو ايم پاكستان زمونږ جدي ملګرے دے، ملك به كراچۍ او پاكستان لوئي كوي۔
شهبازشريف وويل کراچۍ تر ټولو زيات ټيکس ورکوي خو نن هم په کراچۍ کې خراب سړکونه او خړ بسونه روان دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې شهباز شريف وويل عوام بايد په ٨م فرورۍ په خپلو ووټونو سره نوازشريف ته کامياب کړي، په ٨م فرورۍ به دکراچۍ دپبلک ټرانسپورټ ستونزه هواره کړي ځکه چې کراچۍ د رڼاګانو ښار او دپاکستان دروازه ده. ..
د مسلم ليګ (ن) صدر وويل مونږ ټولو ته پکار ده چې د ننګونو سره مقابله وکړو، د راتلونکي کال انتخابات به د پاکستان د مستقبل فيصله کوي.






