صهيونيستي پوځ د فلسطيني سرې مياشتې په مرکزي دفتر هم حمله کړې ده

0
80

باغی ټي وي رپورټ
پر غزې د اسرائيلي پوځ يرغل دوام لري، صهيونيستي پوځ د فلسطيني سرې مياشتې په مرکزي دفتر هم حمله کړې ده.

د سرې میاشتې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسرائیلي پوځ په خان یونس کې د مرکزي دفتر پورتنۍ پوړونه په نښه کړل.

د سرې میاشتې په وینا، د اسراییلو په بمباریو کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي او د مرګ ژوبلې وېره شته.د سرې میاشتې اداره وايي چې د مرکزي دفتر په انګړ کې زرګونه بې کوره کډوال مېشت دي.

له بلې خوا اسراییلي الوتکو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د استوګنې په سیمو کې له سلو زیات بریدونه کړي چې له امله یې ۲۴۱ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو په روان یرغل کې د شهیدانو شمېر له ۲۰ زرو اوښتی دی.

تر ۵۳ زره زیات کسان ټپیان شوي چې په شهیدانو کې له ۸ زرو څخه زیات ماشومان او تر ۶ زرو زیاتې ښځې شاملې دي.

۳۱۰ تنه طبي کارکوونکي او ۱۰۰ تنه خبریالان شهیدان شوي او د ملکي دفاع ۳۵ تنه منسوبین هم وژل شوي دي.
له بلې خوا له فلسطينيانو سره د توهين آميز چلند يوه بله پېښه هم مخې ته راغلې ده، چې ماشومان او لويان يې د اسراييلي پوځ له لوري لغړ کړې شوي،ددوی کالي ویستل شوی او په لوبغالي کې په قطار کښې ولاړ کړې شوي .

Leave a reply