د سندهـ د اطلاعاتو نگران وزير محمد احمد شاه وئيلي دي چې ايس ايس پي عرفان سمو د خبريال جان محمد مهر د قاتلانو په نيولو نه دي توانيدلي

0
220

باغی ټي وي ربورټ
د سندهـ د اطلاعاتو نگران وزير محمد احمد شاه وئيلي دي چې ايس ايس پي عرفان سمو د خبريال جان محمد مهر د قاتلانو په نيولو نه دي توانيدلي۔

حیدر آباد کښې میډیا سره خبرو کښې د اطلاعاتو نگران وزیر اوویل چې عرفان سمون له څلورو نه تر پنځو کالو پورې سکهر سیمه کښې تعینات وو.

هغه زياته کړه چې د خبريال جان محمد ماهر د قاتلينو د نيولو په برخه کې د عرفان سمون پر ځاى يو ښه افسر ټاکل شوى دى.

په همدې حال کې هغه دا هم وويل چې د رڼو ټاکنو ترسره کول د ټاکنو کمېسيون دنده ده، په داسې حال کې چې د قانون او نظم ټينګښت د حکومت دنده ده.

د سندهـ د اطلاعاتو نگران وزير وويل د سندهـ حکومت د فبرورۍ په اتمه د انتخاباتو ترسره کولو ته پوره تياری لري.هغه دا هم وويل چې سبا به د بېنظير بوټو د شهادت د ورځې د رخصتۍ پرېکړه کېږي.

Leave a reply