د افغانستان حکومت به د یوې دولس کسیزې شورا له لوري رهبري کېږي

0
78

د افغانستان حکومت به د یوې دولس کسیزې شورا له لوري رهبري کېږي

د افغانستان حکومت به د یوې دولس کسیزې شورا له لوري رهبري کېږي.

 

2021 / 8 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

د افغانستان حکومت به د یوې دولس کسیزې شورا له لوري رهبري کېږي. فارین پالیسي نشریې په یوه مطلب کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې ښايي د افغانستان حکومت د جمهوریت او امارت له عنوانونو پرته د یوې نوې دولس کسیزې ډلې له لوري رهبري شي او حکومتي چارې به مخ ته وړي. نشریې لیکلي چې ددې شورا د غړیتوب لپاره تر دې دمه ملا برادر، ملا یعقوب، خلیل الرحمن حقاني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله، حنیف اتمر او ګلبدین حکمتیار انتخاب شوي دي او د پاتې نورو کسانو د انتخاب لپاره بحثونه روان دي. دغه نشریې همدا راز لیکلي چې عطا محمد نور او عبدالرشید دوستم ته په دې شورا کې غړیتوب نه ورکول کېږي. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې طالبان هم وايي د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره لا هم خبرې او بحثونه روان دي.

Leave a reply