ایران د امریکا هغه تورونه رد کړي چې ګواکې په یوه جاپاني ټانکر یې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی
باغی ټي وي رپورټ
ایران د امریکا هغه تورونه رد کړي چې ګواکې په یوه جاپاني ټانکر یې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی.
د بهرني خبري اژانس له مخې تيره ورځ د هند ساحل سره نزدې په سمندر كښې د ډرون لخوا د جاپان يو ټانكر ويشتلې شو۔
کښتۍ د دوشنبې په ورځ د ممبۍ سواحلو ته ورسیده چیرې چې د هند د سمندري ځواکونو ټیم یې معاینه کړه، د ټیم لومړني راپور په ټانکر باندې د ډرون برید په ګوته کوي.
د راپور له مخې، امریکا په پیل کې پر جاپاني ټانکر د برید پړه پر ایران واچوله.
خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د ټانکر په نښه کول بې ګټې دي او دا ډول تورونه يې د خلکو د پام اړولو هڅه بولي.
د هند په ګجرات کې د اسراییلو اړوند یوې کښتۍ باندې د ډرون برید شوی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا ډول تورونه په غزه کې د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د امریکا د ملاتړ د پټولو لپاره دي.
د يادونې وړ ده، چې پر جاپاني ټانکر بريد په داسې حال کې شوى، چې حوثي ياغيان په سور سمندرګي کې د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بريدونه کوي.
د حوثي یاغیانو د بریدونو له امله اوس اکثره کارګو کښتۍ د افریقا له جنوبي څنډې څخه تیریږي.