د قبایلي سیمو خبریالانو مثبت صحافت او د پاکستان لپاره ی مالي او ځاني قربانۍ ټولې نړۍ ته ښکاره دي: قاضی فضل الله

0
219

نصیب شاه شینواري
پیښور: قاضي فضل الله صدر او خادم خان آفريدي د قبائلي خبریالانو اتحادیی ،ټي یو جې ضم قبایلی ضلعو (TUJ-NMDs) جنرل سيکرټري منتخب شول.

د تفصيلاتو ترمخه د ټي یو جې ټرایبل یونین آف جرنلسټس (نوې ضم شوې ضلعې) د کابینې د کال 2024ء لپاره انتخابات سرته ورسیدل۔د الیکشن کمیټۍ ترمخه قاضي فضل الله ۹۲ ووټونو سره صدر او خادم خان آفریدي ۷۹ ووټونو اخستلو سره جنرل سیکرټري وټاکل شو. اقبال حسېن اقبال د نائب صدر او ګل محمد مهمند جائنټ سيکرټري لپاره بغیر د مقابله وټاکل شول. اسرار حسین پریس سیکرټري او دلدار حسین د فنانس سیکرټري په څوکیو په رای اچونه کښې بریالي شول.
د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور په جاجي هاوس کې انتخابات وشول. د ټاکنو د کمېسيون مشر انورزاده ګليار د پايلو د اعلان پر مهال وويل، چې د ضم شويو ضلعو ١٠٨ خبريالانو خپلې رايې وکارولې. په ټاکنو کښې د خیبر ضلعې څخه تر وزیرستان خبریالانو برخه واخسته او خپله رای ی وکاروله. د ضلع خیبر ، مهمند، باجوړ، کرمې،اورکزو، وزیرستان او د دره ادم خیلو سیمو خبریالانو خپلې رای وکارولې او د کال ۲۰۲۴ لپاره ی کابینه وټاکله.

د پېښور لوړ پوړو خبريالانو ،فلاحي او سماجي شخصيتونو د قبايلي ژورناليستانو د اتحاديې د ټاکنو کتنه وکړه او د ټاکنو په تابیا کولو ی ډیره خوښي څرګنده کړه.
نوي منتخب صدر قاضي فضل الله و د قبایلي ضلعو خبریالانو ته وويل چې د قبائلي ضلعو خبريالان له سخت دور څخه تير دي،زیاته ی کړه چې قبایلي صحافیانو په ټول ملک او قبایلي سیمو کښې د امن لپاره د قلم په ذریعه غږ اوچت کړې دې۔
نوموړې اوویل چې د ژورنالیستانو د ژوند او مال د خوندیتوب لپاره ګامونو پورته کول، د خبریالانو د خیر ښیکړې لپاره عملي هڅې کول زموږ له لومړنیو دندو څخه دي. قاضي فضل الله وويل چې د قبايلي خبريالانو د اتحاديې ( ټي یو جې ضم اضلاع) د ټاکنو ترسره کېدل لس کاله وروسته ممکن شول چې دا د خبریالانو او اولس لپاره د لوی خوشحالۍ او بریا خبره ده. هغوی زیاته کړه چې د TUJ انتخابات په تیرو لسو کلونو کې د ناامنې له امله ترسره نه شول.

قاضي فضل الله وويل دا دخوشحالۍ خبره ده چې د قبائيلي خبريالانو اتحاديه لس کاله وروستو راژوندۍ شوې او بحال کړې شوې ده،هغوی زیاته کړه چې د TUJ یونین فعالیت به د ټول هیواد او ملت او په ځانګړي توګه د قبایلي ضلعو د سولې او پرمختګ ضامن ثابت شي او د قبایلي سیمو خبریالان چې ستونزو سره مخ دي، په فلاح کښې به مهم فعال او مثبت رول ولوبوي.

Leave a reply