اسراییلو په غزه کې د پېړۍ تر ټولو لویه ویجاړونکې جګړه پیل کړې ده: د امرکای ورځپانړې بیان

0
146

باغی ټي وي رپورټ
امریکايي ورځپاڼې په ډاګه کړې، چې اسراییلو په غزه کې د پېړۍ تر ټولو لویه ویجاړونکې جګړه پیل کړې ده.

د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي چې د اسراییلو ځینې لوی بمونه روغتونونو ته نږدې غورځول شوي، په داسې حال کې چې د غزې په شمالي سیمو کې د ویجاړ شویو ودانیو شمیر په دریو کلونو کې د سوریې د حلب ښار په پرتله دوه چنده دی.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسرائیلي پوځ د غزې په تړانګه کې د هوا، ځمکې او سمندر له لارې پر ۲۰۰ ځایونو بریدونه کړي چې د ۳ خبریالانو په ګډون ۱۶۶ فلسطینیان یې وژلي دي.

عصام المغربي، چې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی دی، چې له ۳۰ کلونو راهیسې په فلسطین کې دنده ترسره کوي، د خپلې کورنۍ له ۷۶ غړو سره یو ځای شهید شو.

له بلې خوا د بښنې نړیوال سازمان وايي، یوازې امریکا کولای شي چې په غزه کې د عام وژنې او له نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونو مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، د امنیت شورا له خوا د غزې په تړانګه کې د مرستو پرېکړه د ستونزو په سمندر کې د یوه څاڅکي سره برابره ده.څومره چې شخړه زور اخلي، ترهګري به هم زیاته شي.

انتونیو ګوټریس وویل چې هغه به خپل رول ته دوام ورکړي، تسلیم به نه شي.

د بله پلوه د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییلو د لومړي وزیر نه غوښتنه کړې چې په غزه کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملکي وګړو خوندیتوب یقیني کړي او له جګړې ځپلو سیمو څخه د ملکي وګړو خوندي وتلو ته اجازه ورکړي.

Leave a reply