د اسرائیلو پوځ په غزه کې خپلو وحشیانه بریدونو ته دوام ورکوي چې په ترڅ کې یې ۴۰۰ نور فلسطینیان شهیدان شوي دي.
باغی ټي وي رپورټ
د اسرائیلو پوځ په غزه کې خپلو وحشیانه بریدونو ته دوام ورکوي چې په ترڅ کې یې ۴۰۰ نور فلسطینیان شهیدان شوي دي.
دبهرنيو ميډيا له مخې دفلسطين دصحت وزارت وايي په تيرو ٤٨ ساعتو کې داسرائيلو په بريدونو کې څه دپاسه ٤٠٠ فلسطينيان شهيدان او ٧٣٤ نور ژوبل شوي دي په داسې حال کې چې دملگرو ملتونو دامنيت شورا دجګړې په مخنيوي کې پاتې راغلې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې، اسرائیلي پوځ په پرله پسې ډول په رفح، خان یونس او ناصرت کې د کډوالو پر کمپونو بمباري کوي.
د بله پلوه د امریکايي رسنیو په وینا اسراییل د غزې په سویلي سیمه باندې دوه زره پونډه بمونه غورځولي دي او اسراییلو په قصدي توګه په هغه سیمه کې بمونه غورځولي دي چې فلسطینیان د غزې نه ویستل شوي وو.
ددې ترڅنګ دفلسطین مقاومت تنظیم حماس هم غچ اخیستی او تراوسه پورې په جګړه کې ۴۷۲ اسرائیلي پوځیان وژل شوي چې له دې جملې څخه ۱۳۹ اسرائیلي پوځیان په ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د اکټوبر له اوومې راهيسې د اسراييلو په بريدونو کې د فلسطينيانو د شهيدانو شمېر ۲۱ زره ته رسېدلی او تر ۵۳ زره ډېر ټپيان شوي دي.