په هند کې د کرونا ویروس یو ځل بیا سر راپورته کړی چې په ۲۴ ساعتونو کې یې ۴ تنه مړه کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
په هند کې د کرونا ویروس یو ځل بیا سر راپورته کړی چې په ۲۴ ساعتونو کې یې ۴ تنه مړه کړي دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، یوازې په ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۷۵۲ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې دا د روان کال د مې میاشتې له ۲۱مې راهیسې تر ټولو زیاتې پېښې دي.
په دې اړه، د مرکزي روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د 752 نویو پیښو له راپور ورکولو وروسته، په هند کې د کورونا د فعالو پیښو شمیر، 3,420 ته رسیدلی.
د رسنیو د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴ تنه مړه شوي چې له دې جملې څخه ۲ تنه د کیرالا، یو د راجستان او یو د کرناټکا ایالت دی.






