د خیبر پښتونخوا حکومت د عامو انتخاباتو لپاره د ۴۲ زره امنیتي پرسونل له کمښت سره مخ دی.

0
60

باغی ټي وی رپورټ
پېښور: د خیبر پښتونخوا حکومت د عامو انتخاباتو لپاره د ۴۲ زره امنیتي پرسونل له کمښت سره مخ دی.

دسرکاري سرچينو ترمخه صوبائي حکومت وفاق څخه دفرنټئير کانسټبلري دخدمتونو غوښتنه کړې ده، په صوبه کې دټاکنو دپاره د١٣٤٠٠٠ؤ څخه زيات امنيتي پرسونل ته اړتيا ده او صوبائي حکومت ٩٠زره څخه زيات امنيتي پرسونل لري.

دسرچينو ترمخه په صوبه کې به دپولينگ دپاره ١٥زره ٧٣٧ پولنگ سټيشنونه جوړ کړل شي، ٤ زره ٨١٢ پولنگ سټيشنونه حساس اؤ شپږ زره ٥٨١ حساس اعلان کړل شوي دي، په پولنگ کې دخاصو کسانو لپاره شپږ زره ريمپونه جوړ کړل شوي دي. سټیشنونه 525 نور ریمپونه هم جوړیږي.

Leave a reply